|
د اهل تشیع د شخصي احوال قانون چې څه موده وړاندې د افغانستان د حکومت له خوا خپور شو په نړۍ کې یې کڼ غبرګونونه را وپارول.
نن هم په کابل کې د دې قانون پر ضد او پلوي مظاهرې ترسره شوې. د شیعه گانو د شخصي احوال د قانون د لانجې پر سر نن په کابل کې د خاتم الانبیاء د مدرسې مخ ته په سلګونو د قانون مخالفو او موافقو شیعه ښځو او نارینو لاریون وکړ. پدغه لاریون کې چې تر ډېره کچه د قانون موافق لاریون کوونکي را ټول شوي وو، هغه خلک یې غندل چې د شخصي احوال د قانون مخالفت کوي. دوی شعارونه ورکول چې دا قانون یې د ټولنیز ژوند لپاره ګټور دی او د دین له اساساتو سره یې تطابق لري. لاریون کوونکو له نړیوالې ټولنې غوښتل چې دوی دې د خپلو قوانینو تطبیق ته پرېږدي. لاریون کوونکې فرزانې اشنا تلویزیون ته وویل چې دا قانون د ښځو د له سیکالوجې او فطرت سره اړخ لګوي. خو د خاتم الانبیاء مدرسې مخ ته هغه ښځې هم راغونډې شوې وې چې د شخصي احوال له دې قانون سره مخالفې دي. دوی وايي چې پدې قانون کې داسې مادې شته چې د ښځو د حقوقو مدافعینو ته د اندېښنې وړ دي. د قانون دغو مخالفو لاریون کوونکو ته د سړو لاریون کوونکو له خوا ان تېزې خبرې کېدې او له دوی غوښتل چې د شخصي احوال له قانون سره مخالفت نه کوي.
|