|

اې ایس ې اوآفغانستان

د
مصورترکي لیکنه
اې ایس اې کوم
چی دپاکستان یو ناوړې اوظالمه استخباراتی اداره ده، اوهمیشه پدی هڅه
کی وه
چی څرنګه وکولای شی خپل ګاونډی هیوادآفغانستان ویجاړاووګړي يی له ستونزوسره
مخامخ
کړي.
اې ایس
آې خپله ناوړې لاسوهنه دپخوانې خدای بخښلی اولسمشرمحمد
داؤدخان له وخت څخه هغه وخت پیل کړله کله چی دښاغلی داؤدخان اودهغه وخت
پاکستاني
حکومت
ترمینځ شخړه راپیداشوې وه اوددې لاسوهنی لړی همداسی روانه وه خوکله چی
دروسانو لښکروپرآفغانستان باندې یرغل وکړنواې ایس اې خپله لاسوهنه نوره هم
زیاته
کړه
ځکه چی اې ایس اې ته مالي اونورډول مرستی دامریکاداستخباراتي ادارو
CIA او
FBI
لخواورکول کید لي، اوله بله اړخ نه دهغه وخت د
ISI
مشرجنرال اختر پدی هڅه کې وه
ترڅوداسی آفغانی شخصیتونه پید اکړي کوم چی په راتلونکې کې داې ایس اې شوم
اوله ظلمه
ؤډک
پلانونه ته په آفغانستان کی عملی بڼه ورکړی، نوددی هدف دلاسته راوړلولپاره
ISI
داسلام اوورورولی په نوم دآفغان جهادرهبرانولکه انجنیرحکمتیار احمدشاه
مسعود
استادسیاف استادرباني اوداسی نوروسره خپلی اړیکې ټینګی کړې اوله دوی سره
به یې
هرډول
مرستی کولی ترڅودوی پدی وتوانیږی چی روسان له خپل هیوادڅخه په
وتلومجبورکړي،
تردې
وخته پوری خوISI
دجهاداواسلام په نوم خپل شوم اودآفغان ضدناوړی پلانونه عملی
کول،
لکه دجنرال ضیاالحق لدې ویناڅخه داخبره په ډاګه کیږی: (پانی کواتنی جوش
نکرو ،
کی
پهرګیلاس سی سرکری)
وی
اوبه باید دومره جوش نکړلای شي چي له ګیلاسه سروکړی.
دهغه
هدف داوه چی روسان دی دآفغانستان په خاوره کی مات کړلای شي اوداجګړه دې
پاکستان ته رااوږده نکړلای شي اوښاغلی ضیاالحق اودده
ISI
مشرجنرال اخترپخپل هدف کې
بری
وموند.
دروسانو دوتلونه وروسته افغانانوته یوډیرطلایی موقع په لاس ورغلې وه
ترڅوخپل ګران هیواد بیا آباداوآرام کړي، خودوی ونه شوی کولی ددې ترټولو
سترسبب
ISI وه
ځکه چی
ISI
پدی تکل کې وه چی څنګه وکولای شي دافغانانوپه مینځ کینه اواختلاف
راپیداکړي ترڅوچی په آفغانستان کی بیا رغونه ونه شي، ددې هدف لپاره دوی
مختلف
ځواکونه دقدرت پرسردپښتواوفارسی په نوم وجنګول ترڅو آفغانستان نورهم
ویجاړکړی.
دداخلی
جنګونوپایلې ډیرې زیانمنې وې، یوښه بیلګه یې دکابل ښاردی کوم
چې
دداخلی جنګونوپه پایله کی وران اویجاړشو او وګړی یی له اقتصادی
ستونزوسرمخامخ
شول،
خوISI
په
دومره ظلم کولواکتفأ ونکړه اودآفغانانودځورولولپاره یې یوبل ناوړی
اوله
تیاروډک د طالبانو ځواک رامینځ ته کړ دکوم مشری چې ملامحمدعمرکوله دکوم چې
تراوسه
دانده معلومه چې هغه ښاغلی یوآفغان دی اویاهم کوم پاکستانی فوځي جنرال؟
دطالبانوبه
۷
کلنه دوره کې
ISI
پدې وتوانیدل چې افغانستان په اقتصادي، سیاسی،
کلتوري، تعلیمي، تجارتی، سپورټی اونورومیدانونوکی سلګونه کاله وروسته
وغورځويږ
دISI
ترټولوسترظلم دخدای بخښلی سترآفغان مشر ډاکترنجیب الله شهادت وه
کوم چې
ISI
دسترغړي اودپاکستاني پخوانې داخله وزیرنصیرالله بابر (لعنت الله علیه)
پواسه
په ډیرظالمانه اوبې دردی سره شهیدکړلای شو.
کله چی
د(۱۱)
سپتمبرپیښی
مسولیت
پرطالبانووغورځول شو نوISI
هم
دخپلوګټولوری بدکړاودطالبانودحکومت په
ورانولوکې یې دملیاردوډالروپه بدله کې سترې مرستې وکړې، یوځل بیا
ISI
موقع دلاسه
ورنکړه
اودافغانانوویني یې په ډالرووپلورلی.
کله چی
په آفغانستان کې یوآزاد،
اسلامی
جمهموري حکومت دښاغلی حامدکرزی په مشری رامینځ ته شونوآفغانستان په
لومړیودوه کلنوکی چټک پرمختګ وکړلکه دپارلیمان رامینځ ته کیدل، دافغانی
ارزښت
زیاتیدل، داساسی قانون رامینځ ته کیدل، په ملل متحدکی دآفغانستان غړیتوب
بحالیدل
اوداسې
نور، داحالت دآفغانستان دوګړولپاره ډیردخوښی وړوه خود
ISI ته
دخوښی وړنه وه
ځکه
نوبیایې په ناوړه هڅوپیل وکړترڅودادآرامی اوسوکالی حالت په جګړه، وینه
تویولواوبې نظمی باندې بدل کړي، ددی هدف دلاسته راوړلولپاره
ISI
یوځل بیا
دطالبانوځپل شوی ځواک منظم کړاوهغوی سره یې مالی، تربیتي اوتخنیکي مرستې
یوځل
بیاپیل
کړې ترڅودافغانستان دوګړوخوښی به غم بدله کړي.
ISI
دپلورل شویوملایانو
پواسطه
دځان مرګي بریدونودجوازفتواوی ورکړی اودځان مرګی بریدونوتربیتي مرکزونه یې
به
وزیرستان، باجوړ اونوروځایونوکې جوړکړل ترڅودآفغانستان دپرمختګ خنډ
پیداکړیږ
په
اخرکې دیوآفغان غږپورته کوم اوداویل غوړم چې
ISI
دافغانستان
دورانولواودوګړودوژلودنده پرغاړاخیستې، نومونږټولو افغانانوورونواوخویندوته
داپکاردي چې
ISI
پخپل موخوکی کامیاب نکړوو
|