|
د افغانستان او پاکستان په باب دخلیل زاد لیکنه
ـــ د مۍ دمیاشتې لومړۍ اوونۍ ٢٠٠٩ کال کې ولسمشر اوباما د پاکستان او افغانستان ولسمشران د خبرو اترو لپاره وربللي وو . پر دغو دوو هيوادونو باندې يې ټينگار د ستاينې وړ دريځ دى ځکه چې په همدغو دوو هيوادونو کې چې څه پېښيږي هغه د سخت دريځۍ او ترهگرۍ راتلونکى ټاکي . د دغو خبرو د کاميابۍ پايل ه پ ه دې پورې تړلې ده چې متحد ايالات او ملاتړي يې په درو کليدي برخو کې بريالي کيږي که نه : لومړى : په پاکستان کې د سخت دريځو او ترهگرو پناه ځايونه بايد ختم شي . پاکستان په دې برخه کې چې سخت دريځې پريېنږدي چې له خاورې يې گټه واخلي، څه نۀ دي كړي. د دې دليل بيا تر ډيره ځايه دا دى چې د پاکستان د استخباراتو ادارې اى ايس اى همدا سخت دريځي او ترهگر په افغانستان او هندوستان کې گټورې وسيلې بللې او په عين حال کې يې د دوى له امله د متحدو ايالاتو پام هم د ځان پلو اړولى او د امريكا مرستې يې تر لاسه كړې د. خو اوس سخت دريځي خپله پاکستان ته گواښ پېښوي .هيله دا ده چې اوس به دغه گواښ د پاکستان نوى حکومت وهڅوي چې د ترهگرو په وړاندې بې غرضه پاتې نه شي او مقابله يې وکړي . د پاکستان ملکي حکومت چې مشري يې ولسمشر اصف علي زرداري کوي دا خبره مني .خو په پاکستان کې دوه نور مرکزونه ، پوځ او اي ايس اى تر خپله وسه مرسته نه کوي . د دوى د دوامدارې مرستې ترلاسه کول هم اسانه نه دي . د پاکستان پوځ او اى ايس اى پر متحدو ايالاتو باور او ډاډ نه لري او لا تر اوسه هم تر سخت دريځۍ هند خپل لوى غليم بولي . دوى لا هم په گاونډيو هيوادونو کې د سخت دريځو په کارولو ناکراري غواړي .همدا نظريه د پاکستان په پوځ او اى ايس اى کې ژورې ريښې لري . دويم : د ايتلافي ځواکونو پوځي او اقتصادي تگلاره بايد له سره تنظيم شي . د اوباما ادارې پوځي برخې ته له سره وکتل . دوى په دې پوى شول چې څه ته اړتيا لري د هغې د ترلاسه کولو لپاره وسايل کم دي . د همدې کمښت د پوره کولو لپاره يې وپتېيله چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو او د افغان پوځ شميره ډيره کړي . دا مهم گام دى خو په يوازې سر کافي نه دى . په عراق کې د امنيت د ښه کولو يو لوى دليل د عراقي ځواکونو د شميرې په ډيرولو کې و چې اوس يو ميليون عسکر لري . د افغانستان نفوس هم د عراق هغومره دى خو خاوره يې لويه ده او بيا يې هم پوليس او پوځ دواړه تر يو نيم سلو زرو لږ دي . د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزلو او ساتلو لپاره بايد مالي سرچينې وموندل شي . يو شمير نورې پوځي ستونزې لا هم پر ځاى پاتې دي . که دوه يې يادې کړو نو : د ملکي وگړو د تلفاتو مخنيوي ته بايد نور کار هم وشي . دغه راز د ناټو دا تگلاره چې هر ولايت ته يو هيواد پوځ ليږي او په دې ډول د هر چا جنگي تگلاره هم بيله وي ، جنجال پيدا کوي . نړيوال ايتلاف بايد له مخالفانو سره په مبارزه کې يو واحد دريځ او چال چلند ولري . نړيوالې ملکي هلې ځلې هم ډيرې ښې نه دي سره همغږې شوي .د ملگروملتونو امنيت شورا د دغو چارو د همغږي کولو لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى ټاکلى دى خو مرستندويان دغۀ کس ته کنترول او واک نه سپاري . دريم : د افغانستان حکومت او د اوباما اداره بايد يو اغيزمنه ملگرتيا يا پارټنرشيپ ومومي . که افغان حکومت خپل رول پکې ونه لوبوي کاميابي گرانه ده . دغه راز د ولسمشر کرزي او باراک اوباما د ادارې ترمنځ د لانجې يا بحران خبره هم شته . د اوباما نوې ادارې په روان کال کې د ولسمشر کرزي په وړاندې د گڼ شمير کانديدانو له هڅونې لاس نه دى اخيستى . دې کار حامد کرزى اړ ايستى دى چې هغو خلکو ته مخ واړوي چې لويديځ پلوي نه دي . دغه راز دا کار د حامد کرزي سياسي مخالفان هم سره ويشي ځکه چې هر يو يې په دې گومان دى چې امريکا د دوى ملاتړ کوي . د سياسي چارو د سمولو لپاره لا هم يوه اغيزمنه تگلاره نشته . يو کمزورى افغان حکومت چې مشري يې قهرېدلى حامد کرزى کوي ، چې اوس همداسې ښکاري ، ښه خبره نه ده . دا کار به يوازې د وسله والو طالبانو په گټه وي . ولسمشر اوباما بايد د پاکستان او افغانستان ولس ته داسې پيغام وليږي چې متحد ايالات به دوى سخت دريځو ، پوځي ديکتاتورانو او جنگسالارانو ته نه پريږدي. پورته مضمون دتاندی ویب سایټ څخه په استفاده ددرنولوستونکو دلوستلو لپاره اماده شوې ده. رحمت اله روان
|