|
بګرام کې له زندانيانو سره د ناوړه چلند پلټنه
بي بي سي د افغانستان په بګرام هوايي اډې کې د هغو ادعاګانو په اړه څېړنه ترلاسه کړې ده، چې ويل کېږي امريکايي ځواکونو له زندانيانو سره سخت ناوړه چلند کړی دی . د بګرام ځينو مخکېنيو زنديدانو ويلي چې دوی وهل شوي ټکول شوي، له خوبه محروم شوي او په دغې پوځي اډې کې په سپو ډارول شوي او نور بېلابېل ناوړه چلند ورسره شوی دی .
بي بي سي په تېرو دوو مياشتو کې د بګرام له 27 پخوانيو زندانيانو سره د خبرو پرمهال دغه رپوټ خپور کړی دی . د پنټاگون يوه وياند کول مارک رايټ وويل چې د بگرام زندان او توقيف ځاى له نړيوال معيار سره سم دى، خو و منله چې ځېنې تېروتنې شوې وې او سرغړونکو ته يې سزا ورکړل شوې ده . بي بي سي له يادو شويو پخوانيو زندانيانو څخه ورته پوښتنې کړې دي . پخوانيو بنديانو چې د بګرام په هوايي اډې کې ساتل کېدل، بي بي سي ته ويلي دوی له چتونو به ځوړندېدل، د سپيو او وسلو په زور به ګواښېدل . دا ټول بنديان د 2002 او 2008 ميلادي کال ترمنځ په بېلابېلو وختونو کې نيول شوي ول . له دغو زندانيانو يوازې دوو ويلي چې له دوی سره نسبتاً ښه چلند شوی دی . پر دوي دالقاعدې د غړبتوب او له طالبانو سره د همکارۍ تورونه وو خو پر يوه هم جرم نه دي ثابت شوي .
|