وطن

 

مکين: د ځواکونو ويستلو مهالوېش حتمي نه دی

 

په داسې حال کې چې د افغانستان د اته کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د ښکېلو هېوادونو د ولس غوښتنې ډېرې شوې، لوېديځ سياستوال او کارپوهان له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پرمهالوېش اندېښنه ښوولې ده .

دوی وايي که چېرې بهرنيو ځواکونو ته د وتلو مهالوېش وټاکل شي، ښايي دا کار به طالبان لانور پسې زړور کړي .

امريکايي سناتور جان مکين د کاناډا په دفاعي غونډه کې وويل تاريخ ښوولې کله چې تاسو غواړئ کوم ځای پرېږدئ، نو دوښمن تر هغه انتظار کوي چې له هغه ځايه ووزئ.

ښاغلی مکين وايي فکر کوم د نېټې ټاکل مهم دي، خو زه ورسره موافق نه يم، ځکه که موږ له افغانستانه د وتلو نېټه اعلان کړو، نو طالبان او نور مخالفين به زموږ تر وتلو پورې رامخته شي .

هغه زياته کړه چې د وتلو تګلاره برياليتوب دی، خو د نېټې ټاکل يې حتمي او اړين نه دي .

تېره ورځ د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ ملبنډ ويلي وو که چېرې اوس ناټو له افغانستانه ووزي، ښايي افغان حکومت به ډېر ژر راوپرځېږي .

http://www.bbc.co.uk/f/t.gif

دا مهال افغانستان کې شاوخوا سل زره نړيوال ځواکونه مېشت دي، چې تر شپېتو زرو ډېر يې امريکايان دي.

بل خوا د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون په روانه اوونۍ کې وړانديز کړی و، چې تر ٢٠١٠ کال پورې دې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شي .

د ښاغلي براون دې څرګندونو افغانستان د ښکېلو ٤٢ هېوادونو د ماموريت په اړه د دوی لېوالتيا او محبوبيت راکم کړی .

دا مهال افغانستان کې تر سلو زرو نړيوال ځواکونه دي، چې٦٥ زره يې د ناټو په چوکاټ کې پر دندو بوخت دي .

برتانيا کې يوه نظرپوښتنه ښيي د هغو خلکو شمېر پر زياتېدو دی، چې غواړي د برتانيا شاوخوا ٩٠٠٠ سرتېري د راتلونکي يوه کال په اوږدو کې له افغانستانه ووزي .

د دنمارک نيمايي خلک هم غواړي چې له افغانستانه د خپلو ٧٠٠ پوځيانو د راويستلو لپاره نېټه وټاکي .

کاناډا او هالنډ په ٢٠١٠ او ٢٠١١ کلونو کې د جګړو له سيمو د خپلو پوځيانو د ويستلو اعلان کړی دی .